ملالۍ جويا بېرته ولسي جرگې ته تلل غواړيمحکمې له ولسي جرگې مالومات غوښتي خو د هغه په وينا جرگه له درې نيمو مياشتو راهيسې دغه مالومات نه ورکوي.
بی بی سی، ۱۷ سپتامبر ۲۰۰۸
![]() جويا مدافع وکيل محمدزمان اظهر زاده د افغانستان د ولسي جرگې يوې غړې چې له څه مودې راپدېخوا له دغې جرگې اېستل شوې ادعا کړې چې ولسي جرگه يې په محکمه کې پيل شوې قضيې سره لازمه همکاري نه کوي. د فراه ولايت د خلکو د استازې ملالۍ جويا مدافع وکيل وايي چې درې نيمې مياشتې وړاندې يې له جرگې نه د هغو مالوماتو غوښتنه کړې چې پر بنسټ يې هغه له جرگې اېستل شوې خو د هغه په وينا جرگه يې نه ورکوي. ولسي جرگه دغه خبرې نه مني او ټينگار کوي چې د جويا ستونزه له جرگې نه په بښنې غوښتلو حل کېدلاى شي. په ولسي جرگه کې د بېرته گډېدو لپاره د ملالۍ جويا هڅې آن د افغانستان تر قضايي ارگانونو رسېدلي دي. نوموړې چې د ملي شورا غړو ته د سپکاوي په تور د ولسي جرگې د عمومي مجلس لخوا له دغه مجلس نه و اېستل شوه د جرگې دغه کار بې قانونه بولي او وړانديز کوي چې محکمه يې بايد ستونزه حل کړي. د آغلې جويا مدافع وکيل محمدزمان اظهر زاده ادعا کوي چې د نوموړې د ستونزې په اړه محکمې له ولسي جرگې مالومات غوښتي خو د هغه په وينا جرگه له درې نيمو مياشتو راهيسې دغه مالومات نه ورکوي. " له دې امله چې تعلىق ناقانونه دى، نو هغوى پوهېږي چې که د دوسيې ځواب قضائيه قوې ته واستوي او د هغوى دلايل هم موجه نه وى، نو طبعا محکمه پارلمان ته د ملالۍ جويا د بېرته تلو حکم کوي. هغوى خپل منفي ټکى له پخوا پېژندلى او له همدې امله يې دوسيه يې له ځان سره ساتلې ده. " نوموړى ادعا کوي چې د ولسي جرگې غړي له جرگې نه د ولس د کوم استازي د اېستو هېڅ حق نه لري، تر هغو چې د هغه په اړه محکمې کومه پرېکړه نه وي کړې، خو ولسي جرگه وايي چې په جرگه کې د ملالۍ جويا غړيتوب يې د روان پارلماني دور تر پاى ته رسېدو پورې په قانوني توگه ځنډولى دى. د دغې جرگې منشي عبدالستار خواصي وايي چې د آغلې جويا ستونزه له جرگې نه د هغې لخوا د بښنې غوښتو له لارې حل کېداى شي. " ملالۍ جويا د افغانستان ټول ملت ته سپکاوى کړى، ولسي جرگې په پوره دقت او قانوني توگه هغه اېستلې ده، خو د خلکو استازيتوب يې نه دى ترې سلب کړى، سلب او تعلىق توپىر لري، که هغه راشي او د خلکو له استازو بښنه وغواړي، ښايي جرگه يې په بېرته راتلو له سره فکر وکړي." ښاغلى خواصي هغه ادعاوې هم ردوي چې گنې د جرگې يو شمېر غړي د ملالۍ جويا د دوسيې د پرمختگ د مخنيوي هڅې کوي. هغه وايي چې د آغلې جويا د مدافع وکيل يو ليک ورته رسېدلى او د وکيلانو د مصئونيت او امتيازونو کميسيون يې په هکله اجرآت کوي. په ولسي جرگه کې د فراه ولايت استازې ملالۍ جويا د تېر کال په مې مياشت کې له ولسي جرگې نه واېستل شوه. نوموړې چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د اساسي قانون په لويه جرگه کې څرگنده شوه په پخوانيو مجاهدينو سختې نيوکې کوي. گزارش تلویزیون آریانا گزارش تلویزیون ملی وکيل مدافع جويا: ولسى جرگه در مورد دوسيه ملالى جويا جواب نميدهد دیده بان حقوق بشر: ملالی جویا به پارلمان بازگردد |