په کابل کې د ملالۍجويا په ملاتړ لاريون وشولاريون کونکو داسې شعارونه ليږدول چې ولسي جرگې ته يي د ملالۍ جويا د ورگرځيدو غوښتنه کوله
د ۱۳۸۶ دغبرګولي ٩مه، بی بی سی پښتو
په کابل کې د ملگرو ملتونو د سياسي دفتر يونما په وړاندې د ملالۍ جويا په ملاتړ په سلگونو کسانو لاريون وکړ او کار ته يي د ولسي جرگې د استازې د ورگرځيدو غوښتنه وکړه. لاريون کونکي له بيلا بيلو ولايتونو څخه د هغې د ملاتړ لپاره راغلي دي. لاريون کونکو ملالۍ جويا خپل غږ وباله او له له ملگرو ملتونو څخه يي وغوښتل چې کار ته د ملالۍ جويا د ورگرځيدو په برخه کې مرسته وکړي. لاريون کونکو داسې شعارونه ليږدول چې ولسي جرگې ته يي د ملالۍ جويا د ورگرځيدو غوښتنه کوله. دوى په افغانستان کې د ملگرو ملتونو سياسي استازۍ يونما ددفتر په وړاندې راټول شول او په کلکه يي ترې وغوښتل چې ددوى د غوښتنې د پرځاى کولو لپاره پريکنده گامونه واخلي. د لاريون کونکو ترمنځ چې نورستانيان او پشه يان هم ليدل کيدل ، د جنگي سالارانو په ضد يي نارې وهلې او د قانون د جنايت کارانو د محکمې غوښتنه يي کوله. دسه شنبې په ورځ د بغلان ولايت د پلخمري په ښار کې په سلگونو کسانو د ملالۍ جويا په ملاتړ غونډه وکړه او پارلمان ته يي د هغې د بيا گرځيدو غوښتنه وکړه. ملالۍ جويا دوه اونۍ وړاندې د افغانستان د ولسي جرگې له خوا د هغې پر کار بنديز ولگول شو. او بيا په کابل، ننگرهار او فراه کې د اغلې جويا په ملاتړ لاريونونه وشول. خو په دې دوه وروستيو ورځو کې دادوم ځل دى چې په سلگونو کسان د ملالۍ جويا په ملاتړ لاريون کوي. ولسي جرگې د ملالۍ جويا کار له هغې وروسته وځنډاو چې نوموړې په يوه ټلويزوني مرکه کې د افغانستان پارلمان له غوجلې سره پرتله کړ. خو نوموړې يو خبري کنفرانس ته وويل چې ټلويزون ددې خبرې اړولې وې او دا به د يوې ځانگړې محکمې له لارې د ځان دفاع وکړي. اغلې جويا په افغانستان کې د جنگي سالارانو او جگړيزو مجرمينو وتلې بل اندې يا منتقده ده. د نوموړې غوښتنه داده چې په افغانستان کې پر جگړيز تيري تورن کسان محکمې ته راوکاږل شي. خو دمجاهدينو او نورو وسله والو ډلو د مشرانو له مخالفت سره مخامخ ده. په کابل ښار کې دملالۍ جويا په پلوۍ لاريون وشوچې جويا يواځې د فراه د خلکو استازې نه، بلکې په ټول هېواد کې ملاتړي لري
د ۱۳۸۶ دغبرګولي ٩مه، پژواک خبري اژانس
کابل - په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو د استازې ملالۍ جويا په ملاتړ، د غبرګولي په نهمه، په کابل ښارکې يو سوله ييز لاريون وشو. جويا، دغويي په ۲١ مه، وروسته له هغه د ولسي جرګې له خوا د تعليق په حال کې اعلان او د هغې د عدلي تعقيب غوښتنه وشوه، کله چې نوموړې ملي شورا ته د غوجل خطاب وکړ. د ولسي جرګې له خوا د هغې د تعليق په غبرګون، دغه لاريون، چې شاوخوا درې سوو نرانو، ميرمنو او ماشومانو په کې ګډون کړى و، د کابل د ولايت له سړک څخه پيل او د يوناما تر دفتر پورې يې دوام وکړ. لاريون کوونکيو، چې د ملا لۍ جويا په پلوۍ او د پارلمان د ځينو غړيو پرضد يې شعارونه ورکول، غوښتنه کوله، چې جويا ته د هغې څوکۍ بېرته وسپارل شي او هم دې ترې پارلمان بښنه وغواړي. ددغې مظاهرې يوتن ګډونوال عبدالقدير پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى دملالۍ جويا په ملاتړ دکابل په ښار کې دغه سوله ييز لاريون ددې په خاطر کړى دى، ترڅو خلکو ته وښيي، چې جويا يواځې د فراه د خلکو استازې نه، بلکې په ټول هېواد کې ملاتړي لري. نوموړي داهم وويل چې که غوښتنې يې ونه منل شي، نو لاريونونوته به دوام ورکړي. ديارلس کلنه مريم، چې ځان يې دکابل ښار ديوه ښوونځي زده کوونکې ښوده، د ملالۍ جويا د کړو خبرو ننګه وکړه او زياته يې کړه چې جويا هغو کسانو ته د حيواناتو خطاب کړي و، کومو چې جنايتونه کړي اوانسانان يې وژلي دي. دغه شان ځينو ښـځينه مظاهره چيانو، چې بورکې (چادري) يې په سروې، په لاسي لوډ سپيکرونو کې د مړه دې وي قانوني، سياف، رباني، کاظمي، محقق، راکيټي، ګلاب زوى، علومي او ... شعارونه ورکول. مظاهره چيانو د يوناما دفتر ته يو شپږ ماده ييزه پريکړه ليک هم وسپاره، چې په يوه برخه کې يې راغلي دي: «ملالۍ جوياد فراه ولايت د ٨٠٠٠ خلکو په مستقيمه رايه راغلې اوهيڅ کومه مرجع نه شي کولى، چې دفراه دخلکو استازې صلاحيت سلب کړي.» که څه هم ځينې خلک د جويا څرګندونې ټول ملت ته سپکاوي بولي او د هغې د تعليق ننګه کوي، خو له بلې خوا د جويا په پلوۍ په فراه، بغلان اوننګرهار ولايتونو کې هم سوله ييز لاريونونه شوي دي. دغه راز څه موده وړاندې په فراه کې د جويا پرضد هم مظاهره شوې وه او هغه يې د فراه دخلکو نه، بلکې د شعله يانو نماينده ګڼلې وه.
گزارش تلویزیون «طلوع»، ۳۰ می ۲۰۰۷ |