د اونۍ څېره: ملالۍ جوياملالۍ جويا په افغانستان کې دجنګسالارانو پر وړاندې لومړنۍ ښځينه مخالفه ده.
روهی، جمعه د ١٣٨٧ لمريز کال د وري ٣٠
د ولسي جرګې لانجمنه غړې ملالۍ جوياتر اوږدې مودې چوپتيا يوځل بيا په مطبوعاتو کې راڅرګنده شوې. په وروستيو وختو کې هغه يوه متازع فيها سياسي څېره ګرځېدلې، يو شمېر کسان ورته د سترګو د اغزي په سترګه ګوري او يو شمېر خلک هم د خپلو زړونو درد د دې له خولې اوري .په همدې دليل پر دې باندې ډول ډول ټاپې هم لګېدلي، خو دا چې ملالۍ جويا څه ده او يا په کومې ډلې پورې تړلې ده، يوشمېر کسان يې يوازې له دې امله ملاتړ کوي، چې ډېر په نره يې د جنګسالارانو په وړاندې خپل غږ اوچت کړ او د چوپتيا طلسم يې مات کړ. راځیء، چې د ملالۍ جويا د ژوند په اړه هم پر يو څو ټکو ځانونه خبر کړو . ډنګره او دنسبي ښکلا څښتنه ملالۍ جويا په افغانستان کې دجنګسالارانو پر وړاندې لومړنۍ ښځينه مخالفه ده. دنوموړې په واک کې ډير څه نشته خو د پياوړې هوډ او سپينې وينا خاونده ده، د نويو او پخوانيو جنګسالارانو پر وړاندې يې دمبارزې سنګر تود ساتلی، دنړۍ دنورو ښځوپه پرتله دمرګ له ګواښ سره ډيره مخامخ ده او دژوند کيسه يې په دې ارزي، چې ولوستل شي. ملالۍ جويا په فراه کې د ۱۹۷۹ ز د اپريل پر ۲۵ مه نېټه نړۍ ته سترګې پرانيستي، پلار يې عبدالحميد نوميږي، د طب محصل چې دمقاومت له ليکو سره يوځای شو او له شورويانو سره په جګړه کې يې خپله يوه پښه له لاسه ورکړه. ملالۍ دڅلورو کلو وه، چې کورنۍ يې ايران ته وليږديدله او له هغه ځايه پاکستان ته مهاجره شوه، د۱۹ کلو وه،چې منځنۍ زده کړې يې پای ته ورسولې او دخپل ګاونډ نالوستو ته يې دلوست او ليک دزده کولو چارې پيل کړې. له افغانستان څخه د شورويانو تر وتلو وروسته په ۱۹۹۸ ز کې ملالۍ افغانستان ته راستنه شوه د روغتيايي کتنځای اومرستون په پرانيستو يې ټولنيزې چارې پيل کړ ې. دوخت په تيريدو د طالبانو دنظام مخالفه شوه او درې کاله يې په هرات کې په پټه دنجونودزده کړې په موخه دليک ولوست کورس کړ، چې وروسته بيا همدغه کورس په فراه کې (دافغان ښځو دوړتياوو دلوړونې) پر مرکز واوښت. په ۲۰۰۳ ز کې داساسي قانون د لويې جرګې پرمهال يې له جنګسالارانو سره جنجال راپورته شو اوله همدغه مهاله يې ژوند او سر له ګواښ سره مخ شول. ملالۍ جويا په ۲۰۰۴ ز کې د (اوميګا انسټيټوټ / ويمينيستي سازمان) په بلنه امريکاته ولاړه او د ۲۰۰۴ ز په ډسمبر کې دنړۍد ۵۴ نامتو ښځو تر منځ کانديده شوه او په ايټاليا کې يې د۲۰۰۴ ز دښځې جايزه وګټله. ملالۍ جويا په ۲۰۰۵ ز کې د ۱۰۰۰ ښځو له منځه دنوبل نړيوالې جايزې ته کانديد شوې وه. امان (عربي ورځپاڼه) داساسي قانون په لويه جرګه کې دملالۍ جويا خبرې داسې رااخېستي: «زما نوم ملالۍ جويا دی له فراه ولايت څخه يم، د محترمو حاضرينو په اجازه، د الله (ج) او د هېواددازادۍ د لارې د شهيدانو په نوم غواړم، چې يو څوشيبې خبرې وکړم . زما پر ټولو هېوادوالو، چې دلته حاضر دي نيوکه داده، چې ولې لاس تر زنې ناست دي او اجازه ورکوي جنګسالاران په خپل شتون سره د لويې جرګې مشروعيت او قانونيت تر پوښتنې لاندې راولي. ډېره متأسفه يم، هغه جنګسالارن چې هېواد يې په دغه ورځ اخته کړی او يو وخت يې همدا لويه جرګه کفري مؤسسه او د فحاشۍ معادله ګڼله، نن دلته ناست دي او خبره يې منل کيږي. او ياد کمېټو په اړه تاسو وګوریء چې خلک څه وايی، د هرې کمېټې مشر مخکې له مخکې ټاکل شوی، ولې ټول جنايتکاران يوې کمېټې ته نه استول کيږی، تاسو به وګوریء چې هلته دوی ولس بيا په څه کړاو اخته کوي .دا هغه کسان دي، چې زموږ هېواد يې د کورنۍ او نړيوالې جګړې پر محراق واړولو، دوی په ټولنه کې د ښځو سرسخته دښمنان دي، ازمايل شوي بياازمايل تېر وتنه ده. زما په نظر دوی بايد په ملي او نړيواله محکمه کې محاکمه شي. که زموږ خلک دوی وبښي، خو تاريخ به يې هېڅکله ونه بښي.» ملالۍ جويا د ۲۰۰۵ ز په سپټمبر کې د فراه ولايت دخلکو په استازيتوب ولسي جرګې ته کانديده او په ټاکنو کې يې د پام وړ رايې وګټلې ميرمن جويا په پارلماني ټاکنو کې ۷،۸۱۳ رايې وګټلې. د همدغه کال دمی پر ۷ مه نېټه داساسي قانون د لويې جرګې له ستونزې سره ورته برخليک سره مخ شوه، ځکه نوموړې ويلي و: (موږ دوه ډوله مجاهدين درلودل، رښتيني مجاهدين اوبل هغه، چې دروسانو له وتلو وروسته يې دجهاد له نومه ناوړه ګټه پورته کړه، جنايت اووژنې يې ترسره کړل ....) دنوموړې دغه خبرې د يوشمېر پارلماني جنګسالارانو پر مزاج ښې ونه لګيدې او په پارلمان کې يې غوغا جوړه کړه يو ه ډله د شمېر ښځينه وکيلانو په ګډون د جويا پر ضداو بله ډله د ملالۍ ملاتړي شول. د ۲۰۰۷ ز دمی پر ۲۱ مه نېټه په ولسي جرګه کې د دريوکلو لپاره دميرمن جويا غړيتوب وځنډول شو او دليل يې د ولسي جرګې د قانون ۳۰ مه ماده وه: « د ولسي جرګې هېڅ غړی نه شي کولای په څرګنده توګه پر بل وکيل نيوکه وکړي)). ملالۍ جويا په يوه مرکه کې ويلي،چې ولسي جرګه غوجل ته ورته ده. خو ميرمن جويا وايي دغه پريکړه يوه سياسي دسيسه ده او ۳۰ مه ماده يوازې ددې پر ضد ورزياته شوې ده. په دې اړه (مرکز الامان) دنوموړې له خولې داخبرې راخېستې دي: (له کومې ورځې، چې ما په لويه جرګه کې د ښځودحقوقو خبره راپورته کړې ده دغه جنګسالاران، دمخدره موادو قاچاقبران له هماغې ورځې راديخوا زما پر ضد ودريدلي دي) ګواښونو او دوژنې هڅو ميرمن جويا اړ ايستلې، چې چادري په سر کړي. د پام وړ داده، چې چادري د طالبانو دواک پر مهال د ځپنې سمبول و اوس ميرمن جويا ته داسې وسيله ګرځيدلې، چې نوموړې کولای شي له هغې سره په هېواد کې د ښځو د ازادۍ مبارزه پر مخ بوځي. ميرمن جويا، چې کله په لويه جرګه کې خپلې له جنجاله ډکې څرګندونې وکړې همدغلته يې د کرنې د پوهنځي له محصل سره ليده کاته وشو، چې وروسته يې خبره د واده تر بريده ورسيده. ميرمن جويا دوه شپې سر په سر په يوه کور کې نه اوسيږي تل له ځان سره يوه خلطه ګرځوي، چې يو کتاب او يوه وړه راديو ورکې وي، نوموړې هيڅکله د سودا په موخه بازار ته نه ده وتې، ژوند يې تر ډيره بريده ساده دی. دميرمن جويا له واده څخه دوه کاله تيريږي، ويل کيږي چې له خپل ميړه څخه د ۶۰ ميله واټن په اندازه ليرې اوسيږي اوکله نا کله سره ګوري،دمخالفينو له ډاره يې ډير نه يادوي او نه يې چا ته نوم ښيي. ميرمن جويا په افغانستان کې د جنګسالارانو سره داختلاف له امله د ځينو افغانانو او نړيوالو له خوا نازول شوې او جايزې يې تر لاسه کړي،چې ځينې يې په دې توګه دي: ميرمن جويا د ۲۰۰۵/۱/۲۷ مه نېټه د ښځی د کال نړيواله جايزه تر لاسه کړې ده. ميرمن جويا په ۲۰۰۶/۵/۲۰ مه نېټه د ګوانګجو په نوم د بشر دحقوقوجايزه تر لاسه کړې ده اوپه همدغه کال کې يې په ۲۰۰۶/۵/۲۹ مه نېټه د سهيلي کوريا د سولې مرکز د بشرد حقونو جايزه تر لاسه کړې ده. په ۲۰۰۷ ز/ سپټمبر/ ۱۲ مه نېټه ميرمن جويا د اروپا د پارلمان دبشري حقونو جايزې ته کانديده شوې وه. همدا راز ميرمن جويا د ۲۰۰۸ زدفبرورۍ پر ۱۱ مه په المان کې دبرلين په ښار کې د (کانزرت هاوس) په تاريخي ځای کې (دبشر دحقونود فلم نړيواله جايزه)، چې څلور کسه ورته کانديد شوې وو، دهاليوډ دمشهور سينمايي لوبغاړي (هيلري سوانک) په لاس ميرمن جويا ته ډالۍ شوه. ميرمن جويا په افغانستان کې د طالبانو له سقوط راوروسته دخبري رسنيو، وېبپاڼو لپاره يوه توده او په زړه پورې موضوع ده او لامل يې هم څرګند دی، ځکه نوموړې يوازينې ښځه ده، چې د جنګسالارانو پر وړاندې يې د مبارزې سنګر تود ساتلی او دا خبره يې په زباد ورسوله، چې دا جنګسالاران دومره پياوړې نه دي، چې پر وړاندې يې څوک خبره نه شي کولای. ستونزه دميرمن جويا په چلند کې نه ده ستونزه داده، چې دا ښاغلي د مبارزي په ابجدياتو نه پوهيږي. اوس ميرمن جويا پرداسې هڅو لاس پورې کړی، چې بېرته پارلمان ته لار ومومي، ميرمن جويا تر يوې اوږدې چوپتيا وروسته د روان کال د وري پر ۱۷ نېټه د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل: د مالي امکاناتو دنشت له امله يې نه شو کولای، چې په ولسي جرګه کې د خپل غړيتوب د بيا تر لاسه کولو لپاره حقوقي دعوه راپورته کړي،نوموړې زياته کړه، چې د ولسي جرګې د داخلي لوايحود ۷۰ مادې پر بنسټ، چې وايي: (دانتخابي نماينده غړيتوب له ۲۴ ساعتو زيات نه شي ځنډيدلې)، د ولسي جرګې دغه ګام ناقانونه دی. له هېواده دبهروتلو په اړه ميرمن جويا پر يو شمير وکيلانو تور ولګاوه، چې ددغه ګام تر شا ددوی لاس و. اوس دافغانستان په قضايي او حقوقي ارګانو کې دميرمن جويا ددوسيه محمد زمان نومی وکيل پر غاړه لري . په کابل کی د ملالی جویا خبری ناسته د آریانا تلویزیون په خبرونو کی |