مونږ سره مرسته وکړیله جویا څخه خپل ملاتړ په ارزښتمن ډول ثابت کړی
«دملالی جویا د ملاتړ ټولنه» په پام کی لری چی په دی سایت کی د پښتو ژبی ځانگړی څانگه جوړه کړی. ملالی جویا د هیواد د ټـولو ملیتونو د ځوریدلو پرگنو ریښتینی استازی ده، له دی امله مونږ هڅه کوو چی دغه سایت لږ تر لږه د هیواد په دوو رسمی ژبو، پښتو او دری، ترلاسه کیدونکی وی. دملالی جویا له ټولو پلویانو څخه هیله کیږی چی په دی برخی کی مونږ سره مرسته وکړی. راشی له جویا څخه خپل ملاتړ په دی ارزښتمن ډول ثابت کړی. خواشینوونکی ده چی مونږ پښتو ژباړونکی او د پیسو په بدل کی د خپلو لیکنو د ژباړلو توان نلرو. له مونږ سره مرسته وکړی ترڅو د ملالی جویا غیرتی چیغه، چی ږمونږ د ټولو ربـړیدلو خلکو ریښتینی غږ دی، د لازیاتو لوستونکو تر غوږو ورسوو. تاسو کولای شی چی ددی سایت هره برخه په پښتو ژبی وژباړی او د MS Word په فایل کی یی مونږ ته د بریښنالیک (mj@malalaijoya.com) په وسیلی را واستوی. ستاسو د مرستی نه ډیره مننه کوو. |