ښاغلۍ ګلزمانه، له جنایت کاره خاینانو سره چې وې٬ له ملالۍ جویا سره نشې پاتې کیدلای!په دې ډول هغه څه چې دماله لپاره دې بللی وو بیرته تاته درګرځوم.
۲۰ جدی ۱۳۸۷ – ۸ جنوری ۲۰۰۹
تیر کال نامتو هنرمند ګلزمان زما لپاره غاړه وایستله او ماهم له دې امله چې هرډول شرافتمندانه ملاتړ٬ مخکې تر هرڅه٬ دجنایتکارانو څخه کرکه ګڼم٬ ورته هرکلۍ ووایه. طبعا که زه هم هغه مهال پوهیدلې وای چې نوموړۍ له هغو کسانو ځنې دۍ چې دخلکو پلیدو دښمنانو ته هم له سندرو ویلو مخ نه اړوي٬ دده ډالۍ به مې پخپله ده ته ورګرځولې وای. خو داده په ډیرې اریانتیا او خواشینۍ سره دډیرو ایمیلونو او تلفونونو له لارې خبریږم چې داځل یې درشید دوستم ستایلو ډکه سندره وړاندې کړې ده. زه له دې امله چې ښاغلی ګلزمان دیوه ځناور خویه خاین دنوم ترڅنګ زما نوم اخیستۍ دۍ ځوریږم او په کلکه یې محکوموم او غندنه یې کوم. داکار که دپوهې له مخې وی اوکه دناپوهۍ له مخه زما پروړاندې په تیره بیا زما دمبارزاتی اصولو کلک سپکاوۍ دۍ. که داسې وانګیرو چې ګلزمان هم دیوشمیر نورو هنرمندانو په څیر دګلیم جمانو دبدنامه سرغنه په اړه هیڅ هم نه پوهیده٬ آیا دده دسیال اکبربای په کور دنوموړي او دهغه دخچن سپي لطیف پدرام تیرۍ٬ دزرګونو تسلیم شوو طالبانو ټول وژنه او په «دشت لیلی» کې دهغوی ښخولو او بیا هلته دخپل منډ (پل) دله منځه وړلو لپاره هڅې چې دخبرانګازې یې په نړۍ کې خپرې شوې اوبیا د ترکی بادارانو له خوا د نوموړي تښتونې هم د ښاغلی ګلزمان د وجدان سترګې ونه پرانستلې او ویې نه خوځاوه؟ له بده مرغه یه! ته به وایې چې دده وجدان له موره ړوند پیدا دۍ او که نه نو داسې مستې غړانګې به یې نه ایستلې:
داجنرال دوستم دۍ٬ دالوی قهرمان دۍ
سمبول دامن سولې آزادی دموکراسی دۍ په دې ډول ښاغلي ګلزمان په داسې شرموونکی ډول د وژونکي په «د امن سولې سمبول» نومولو سره په خپلې ټنډې غټ تور داغ ولګاوه. کاشکې دنوموړی فکر داسې بدلون موندلۍ وای چې څومره یې زړه غوښتل ماته یې دبدرد ویلو لپاره آوازونه ایستلي وای خو دیوه وژونکی دپښو په ښکلولو سره یې زمونږ دخلکو په ټپونو مالګې نه وای دوړولای. زمونږ هنرمندان باید هڅه وکړی دخلکو په چوپړکې دخپل هنر په درولو او دبنسټپالو سرکوزو په پښو کې دهغه دګوهر له تویولو څخه په ډډې کولو سره تل پاتې درناوی ترلاسه کړی. خاینو جنایتکارانو ته سندرې ویل٬ که مړه وی او که ژوندی٬ د ترټولو تکړه هنرمندانو په نوم او شخصیت هم داغ لګوی٬ خواروی یې او پر ځمکه یې وهی. زما لپاره ټول هغه هنرمندان دقدر او پالنې او پلوی کولو وړدی چې که څه هم له ما سره په بشپړه توګه هم غږی ونه اوسی خو دومره غرور٬ وجدان او پرنسیب ولری چې د سیاف٬ محقق٬ ربانی٬ گلابزوی، قانونی٬ خلیلی او نورو ناښاغلو٬ په وینو لړلو او مفسدو سفیرانو٬ والیانو٬ وزیرانو او نورو «مسوولو مقاماتو» په ګډون غونډو کې هنرنمایی کول شرموونکۍ وبولی. ګلزمان اغا٬ اوس چې ته دیوه خاین او جنایتکار په وړاندې سر په ځمکه موښې٬ له ماسره٬ چې دهغه او دهغه په شان نورو په وړاندې مبارزې ته هوډمنه یم٬ اړیکې نشي ترسترګو کیدلای. په دې ډول هغه څه چې دماله لپاره دې بللی وو بیرته تاته درګرځوم. |