د افغانستان د پارلمان غړي ملالئ جويا سره مرکه"ټول توان او ځواک چی په بد ن کی لرم د خپلو بيوزلو خلکو له چوپړ نه يې نه سپموم"
DW
ملالئ جويا په موجوده حکومت سختي نيوکی لري او د افغانستان د پارلمان ډيري غړي په جنگي ډلو پوري تړلي گڼي، له هغی نه مي د ميرمنو خپرونی په مرکه کی پوښتلي: محترمی ملالئ جویا تاسی چی د پارلمان غړي ياستئ له خپل دغه موقف نه څومره د خلکو په گټه استفاده کولاي شئ ياني داچي څومره خلکو ته گټور ثابتيدلاي شئ! لکه چي پوهيږئ ټول نړي وال هم خبردي،د بشر د حقوقو څارونکو هم ليکلي په داسی شرايطو کي چي ټوپک او ټوپک سالار حاکميت لري نو د داسي يو ټوپک سالار پارلمان نه زه ډیره ناهيلي يم.خو زه خپلی مبارزي ته دوام ورکوم او ټول توان او ځواک چی په بد ن کی لرم د خپلو بيوزلو خلکو له چوپړ نه يې نه سپموم. که څه هم د دغه ټوپک سالار پارلمان حکومت هم پلوي کوی. د دتيري ورځي دردونکي پيښي په کابل کی چی د ډيرو بي گناه افغانانو د مرگ اوژوبلي سبب شوي تاسي څرنگه انگيرئ چي عاملين يې څوک وو؟ د تيري ورځي زړه دردونکي پيښي چی د يو ډله اوباشو او فرصت طلبه خلکو له پيښي نه په استفادي سره په ښار کی اله گوله رامنځ ته کړه، که څه هم له دي حقيقت نه بايد سترگی پټی نه شي چي ډير خلک ناراضه دی. بډی اخستل، له څوکي او مقام نه ناوړه گټه اخستل ،د خلکو په حقوقو تیري کول ،بي کاری او بي امنیتی لوړی پوړئ ته رسيدلي او د عامه وگړو حوصله تر پوزي رسيدلي. نو د داسي پيښو رامنځ ته کيدل هم د داسي عواملو پايله ده، او په دي کی يو شمير هغه کسان وو چی د روانو حالاتو نه ناراضه وو. ولي نورو د موقع په انتظار خلکو تري ناوړه گټه پورته کړه ،چی باور لرم که چيري په دي برخه کی رغنده گامونه پورته نه شي نو د نورو ورته پیښو شاهدان به هم اوسو. ولي دا د يادوني وړ گڼم چي د تيري ورځی پيښه په خپله په حکومت کي ښکيل خلک دي. لکه د مثال په ډول د احمد شاه مسعود د داسي یو جنايت کار د عکس پورته کول او شعارونه ورکول او د ښاغلی کرزی د عکس غورزول په آني واحد کی په ټول ښار کی بلوا پيل کیدل، دا ټول د دي ښکاروندوي دي چي دا يوپلا ن شوي کاروواو د يو ډله اوباشو او ناوړه کسانو له خوا ترسره شويی چي په ځواک کی دي او نور بيوزله وگړی يې استعمال کړی. |