ملالۍ جویا د ټایم مجلې د کال په سلو غوره شخصیتونو کې

لخوا لیکل شوی ا. ډ. ب. وايي. ه. م

چاپ

د بریتانیا نیو سټېټسمن مجلې تېر کال ملالۍ جویا د نړۍ په پنځوسو مهمو شخصیتونو کې حساب کړې وه

تاند ، ٠٤.٣٠.٢٠١٠

د ملالی جویا کتاب

د روان میلادي کال د نړۍ د سلو بانفوذه انسانانو په ډلې کې د ملالۍ جویا نوم ټایم مجلې ذکر کړی دی.

ملالۍ جویا چې په دوه زره پنځم میلادي کال کې له فراه ولایته ولسې جرګې ته کامیابه شوه. پر جنګسالارانو د انتقاد له امله یې د ملي شورا غړیتوب تعلیق شو.

ټایم مجلې ملالۍ جویا ته دا مقام له بشري حقونو څخه د دفاع لپاره ورکړی دی.

د دغې بریتانوۍ مجلې له لورې به د روان کال د نړۍ د بانفوذ او احترام وړ کسانو بشپړ لست د ثور په شلمه اعلان شي.

پردوه دېرش کلنې ملالۍ جویا تراوسه پورې د خپلو دښمنانو له لوري څو ناکامې حملې شوې دي او اوس مجبوره ده چې په افغانستان کې پټ فعالیت وکړي .دا سره له دې چې له سخت خطر سره مخامخ ده په چادرۍ او د خپلو ساتونکو په پناه کې د دیموکراسۍ او بشري حقونو لپاره هلو ځلوته دوام ور کوي.

تېر کال د دې د خاطرو کتاب چې (د جګړه مار په منځ کې یوه ښځه) نومېږي ، په امریکا، کاناډا، بریتانیا او استرالیا کې چاپ شو او تراوسه پورې تر لسو په زیاتو ژبو ژباړل شوی او خپور شوی دی.

ملالۍ جویا نه یوازې پر جګړه مارو او طالبانو سختې نیوکې کوي بلکې په افغانستان کې د امریکا او ناټو پر کړنو هم ګوتنیونې کوي.

دې د ټایم مجلې د نړۍ د نفوذ لرونکو شخصیتونو په لیست کې د شاملېدو تر ویاړ مخکې ګڼې جایزې او مډالونه ګټلي.

د بریتانیا نیو سټېټسمن مجلې تېر کال ملالۍ جویا د نړۍ په پنځوسو مهمو شخصیتونو کې حساب کړې وه.