Joya Photos

Joya's Book


Reviews | Translations



د خالد افغان عسیري ځواب

پاملرنه: په نوې ونډو کې پرانیزه. پي‌ډي‌ایفچاپبرېښلیک

له نیکه مرغه د افغان میرمنو د امید ډیوه (ملالۍ جویا) لا تر اوسه ځلیږی

فولاد، ګران افغانستان، ٢٤ اپریل ٢٠١١

څه موده د مخه مي د ټول افغان په سايت كي يوه د غرض او مرض نه ډكه ليكنه وليدله چي په ليدو سره يي ومي نشو كړاي قرار كينم نو ومي غوښتل چي ددغي ليكني په ځواب کی یو څه ولیکم.

ړومبی زه د خالد افغان عسیري څخه مننه کوم چې خپل “بډايه”، “کره”، “بیلوری” او “سمپاتیک” معلومات د ملالۍ جویا په اړه سرګند کړه او خپل اصلی ماهیت، ذلت، تاریخ نه بې خبري او خصومت یې په ‌ډاګه کړ.

زما په نظر دغه فقیره لیکنه به د عسیري خپله نه وي، ځکه چې هغه یو لیکوال او د ملي مسؤلیت احساس دعوی لری او پدي ارزښتناکه معلوماتو که راغلي چې (شعله جاوید ګوند)، (سازمان رهایې آزادی بخش زنان)، (ملالۍ جویا د صبغت لله مجددی لخوا له پارلمان څخه اخراج او په بښنې غوښتلو اړشوه)، (ګمان کیږی چې شعله جاوید ګوند عضوه وي).

حال دا چې شعله جاوید یوه نشریه وه نه کم ګوند بل داچې د “سازمان رهایې آزادی بخش زنان” په نوم هیڅ سازمان تاریخ کې شتون نه درلود جالبه خبره خو داده چې صبغت الله مجددی د سنا نه اولسي جرګې ته څه وخت تبدیل او ملالۍ یې له پارلمان اخراج او بښنې غوښتنې ته اړ کړه، عسیري پدی که شک نشته چې ملالۍ د پارلمان پریخودو ته اړ شوه ولي هیڅ وخت له خپلې قاطع موضع څخه په شاه نه شوه او د بښنې غوښتلو پر ځای شوری پریخودل یې غوره وګڼل ځکه چې لوظ بدلول د مرتجعینو او قسم خورو جهادیانو کار دي. په حقایقو سترګې پټول د منافقو او حلقه بګوش خلکو فعل دې حقیقت خو دادې چې ملالۍ د لومړی ځل لپاره فراه ولایت غیور اولس لخوا نه په پوره ډاډ اول لویه جرګې ته او بیا اولسی جرګې ته واستول شوه نه د کوم سیاسي ګوند یا سازمان نوموړی ددې لپاره چې د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب او ملې مسؤلیت ادا کړي هغه سکوت چې د جنایتکارانو، ملې خاینانو، ګډاګیانو، ټوپکسالارانو او غټ خیټو جهادیانو پر وړاندې د کالونو راهیسې خپور ؤ ور مات کړو او د هغوي اصلې څیره یې وطنوالو او نړیوالو ته بربنډه کړه چې ددی سره واقعی هیواد والو او بشردوسته نړیوالو تنده ماته او د قهرمانی ملالۍ جویا سره همکاری او ملاتړ نور هم پیاوړې کړو. دا چې خالد عسیري هغه (غرب پلوې، تیروتنه او غولونه) بولې ناچار دی باید د خپلو هغه بادارانو څخه دفاع وکړي چا چې لاسونه د ۶۵۰۰۰ زره بی ګناه هیواد والو په وینو سره دي، د دفاع وزارت لاسته راوړلو لپاره یې کابل راکټ باران کړی، او د جهاد په نامه ۸ میلیون او ۱۰میلیون ډلر د امریکا څخه په میاشت کي اخیستي او ټوله ورځ به نصرالله بابر او د خپل نیکه ضیاءالحق په خپو او اوس د لمسیو (ای اس ای) په پل پل کدی او دا محال دغه اشغال شوي دولت کې ارګ د مشاورت نه نیولی تر د مالی، اقتصاد وزارت او په ولایاتو کی والیانو تر څوکو پوري په عیش و ماش او نژادي، سمتي، او ژبني تبعیض کې ډوب دي او یرغل ته مداخله، مداخلې ته خپلواکې او دښمن ته دوست واي، غرب پلوي او اولس غولونه نور څنکه یې خو ښاغلې عسیري په سترګو کې خاورې شیندی او هغه څوک ګرم بولي چاچې خپل ځان، مال، او څوکې له ملت او وطن لپاره قربان کړې او ټول هغه داخلي او خارجي جنایتکاران یي پارلماني تریبیون له لارې رسوا کړي او تور ته تور او سپین ته سپین وییلې دي.

په دی کې شک نشته چې ملالۍ ته د امریکا اولس (حقوقې تنظیمونو) په سپارښتنه د امریکا دولت ویزه ورکړې، په علت باید ته پوه شی دا ځکه چې ملالۍ بار بار په خپلو ویناؤ کې امریکا مستقیماً محکوم کړي او د هغی نظامي شتون یې په افغانستان کې استقلال سره ټکر بللې دې او همیشه یې په خپلو خارجي سفرنو کې د امریکا او ناټو ښکیلاکګره څیره د هغوې اولس ته ورپیژاندې او هیڅ وخت یې ستا او ستا منافقو بادارانو غوندې (خیټالوژۍ) خبرې ندی کړې.

عسیري! به له کوم (افغانیت، غیرت، او د ښځو اسلامی حقوقو) څخه بحث کوې، زه پوه نه شوم شاید د هغه افغاني غیرت او د ښځو اسلامي حقوقو څخه به بحث کوي کوم چې د دوی مشرانو زموږ اولس ته ډالۍ کړی، لکه په سروبي کې قومندان زرداد (سپي) د افغانو میرمنو د غوږو څخه غوږوالې او د ګوتو څخه ګتمې په بډه کولې، یا هغه افغانیت له کوم امله چې ناهید ځان شهید کړو، یا هغه د ښځو اسلامي حقوق کوم امله چې زموږ افغانې خویندې ځان غرغره کوي، یا هغه (جهادې) غیرت کوم له امله چې افغانو میرمنو جنسې تیرې، تیینو، پوزو، غوږو غوڅول او په عام محضر کې زیږونه زغملې.

دا خبره دی منم چې غربیان ښځه تجارتي توکې په څیر استعمالوي ولې سوال دادی ښاغلې چې تا څه کړی؟ ته خو یې د کور د لوخي په څیر استمعالوي دلویانو خبره (ملا خپل ځان هیر کړي بل ته مصلي کړي) ولی هیره دی نه وي چې په غرب کې ښځې څه نا څه اګاهی ته رسیدلي او له خپلو حقوقو برخمني شوي دي. مګر په افغانستان کې ستا پشان جاهله، نا اهله او متعصبو اشخاصو له کبله اسلامې حقوق لاڅه چې د انسانی حقوقو څخه محرومه دي او ورځ تر بلې پری د ژوند شرایط راتنګ کیږي.

له نیکه مرغه د افغان میرمنو د امید ډیوه (ملالۍ جویا) لا تر اوسه ځلیږی، نوموړې خپل د مظلوم اولس او په ځانګړې ډول ښځو د حقوقو تأمین لپاره په هیواد او د باندي نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړی او کوې د مغرضو او مخربو افرادو لکه عسیري پروپاګنډې ورته هیڅ اهمیت نلري او خپلې دغه مبارزې ته به تر هغه وخت دوام ورکړي تر څو چې ورته افغانستان ضرورت لري.