ملالی جویا، ۱۲ سرطان ۱۳٩٤>

Malalai Joya

وروسته له اونیو خبرو اترو او شخړو، په پایله کی د افغانستان پارلمان کار تر یو نامعلوم وخت پوری وغځیده. د پارلمان غړو دغې موخې ته رسیدو لپاره له څو اونیو راپدی‎خوا، کوکاری وهلی او د قانون په هغه او دغه ماده یی ډډه وهله ترڅو د خپل کار غځیدل قانوني وښایی. ولی رمضان بشردوست دا ټکی په ډاګه کړ چی دولت د پارلمان له غړو سره معامله کړی وه چی ۱۳ نوماند وزیرانو ته په رای ورکولو ددوی د کار موده به وځنډوي.

د یو داسی کس په څیر چی د جنایتکارانو او غدارانو په دی ځاله کی می‎وخت تیر کړی، له هر چا څخه ډیر ددغه ارتجاعی، خاین او ملی ضد «د اولس غوجلې» له ماهیت سره بلده یم او پوهیږم چی د ستم‎کونکو او لوټمارانو دغه خونه د «اولس کور» په نامه نومول د افغانستان بیوزله خلکو ته څومره لوی سپکاوی دی.

د افغانستان دغه شړیدلي پارلمان استازي هیڅکله د افغانستان له اولس څخه استازیتوب نشی‎کولای، ځکه چی له ملنډو او درغلیو او زور څخه ډکو ټاکنو څخه راوتی دي. که دا ټاکنی وشی او که نه بیا هم همدا جګړه‎ماران، مافیایی غله، د مخدره توکو قاچاق‎کونکي او د پردیو نوکران دلته راځي ځکه دوی نه د خلکو رایو پر اساس، بلکه د پردې ترشا لاسوهنی او په کابل کی د امریکا سفارت ګټونکي اعلانوي. البته د خلکو تیرایستلو لپاره، د بشردوست په څیر د اولس استازو ته هم اجازه ورکوی چی پارلمان ته لاره ومومي.

په یو هیواد کی یواځي پارلمان او ټاکنې نشي‎کولای چی له دموکراسۍ څخه استازیتوب وکړي. د دموکراسۍ لومړی شرط خپلواکي ده چی افغانستان له هغې څخه بی‎برخی دی. هغه څه چی د ټاکنو تر نامه لاندی په افغانستان کی ترسره کیږی، له شرمه ډکه ننداره ده چی غواړی د امریکا لاسپوڅي دولت ته رسمیت وروبخښي. د تیر کال اولس‎مشري ټاکنو دا په ډاګه کړه، په هغه هیواد کی چی د امریکا تر واکمنۍ لاندی وی د جان‎کیری یوه رایه د هر څه برخلیک ټاکي. هغه خلک چی په دغې له ملنډو ډکې لوبې تیراوتي وه او آن تردې چی د لاس ګوتې یی پرې شوې، د موږک او پیشو دغې لوبی په لیدو ډیره پوه ترلاسه کړه او امکان لری چی نور به هیڅکله رای ورکولو ته ولاړ نشي.

په تیرو ۱۴ کلونو کی د افغانستان خلک پدې وپوهیدل هغوي چی د اولس څخه دفاع کوکاری وهي، له ارګ او بهرنیو بادارانو سره يوځای په فساد او خیانت او جنایت کی شریک دي. دوی خپله د قانون څخه سرغړونه کوی او د اولس استازو په نام، د هغوی پر ستوني پښه ږدی او د هغه او یا دغه هیواد له څارګرو سازمانونو سره اړیکی لري. آن تردی چی په پارلمان کی ناستې ښځې، له مافیایی کړیو سره اړیکی لری او په تیرو ټاکنو کی مو ولیدل چی دغو ټولو ښځو له جنایتکارانو، لوټمارانو او فاسدانو څخه ډکو ډلو ته ستونی څیری کړل.

شکریه بارکزی، فوزیه کوفی، شاګل‎رضایی، فرخنده نادری، ناهید فرید او نورې ټولی ښځې چی د «ښځو حقونو» تر نامه لاندی پارلمان ته تللي، خپله د ښځو پر وړاندې ترټولو بدې دښمنانې دي چی د اولس له کرکجنو دښمنانو سره یوځای شوی دي. کی چیری دوی د افغانستان له ښځو سره لږ خواخوږی درلودلی، نو نن به زمونږ د ښځو وضعیت دومره کړکیجن نه وای.

زه پدی آند یم چی د لیوانو دغې ځالی له شتون څخه نه شتون یی د خلکو په ګټه ده. د فاسدانو او معامله‎ګرانو دغه لښکر پرته لدی چی د بیوزله اولس له بودجې لوړې تنخواوی واخلی، نور یی د اولس په ګټه هیڅ کار ندی کړی او یوازی د امریکا شتون ته قانونی بڼه ورکوي. په هغه پارلمان کی چی د سیاف، قانونی، محقق، حاجی الماس، ملا تره‌خیل، ظاهر قدیر، امان‌الله گذر، الله‌گل مجاهد، حاجی غفار، حاجی قرار په څیر لوټماران وي، هیڅکله نشوکولای له هغه څخه لږ تمه هم ولرو. دا ډول پارلمان دی د انسانیت ضد دښمنانو ته ډالۍ وي!

تر هغې چی افغانستان د بهرنیو ځواکونو او د هغوی طالبی، جهادی او تکنوکراتو کرکجنو نوکرانو څخه نه وی آزاد شوی، مونږ هیڅکله نشو کولا آزادې ټاکنې او یا آزاد ټولنیز بنسټونه ولرو. د امریکا په شتون کی، دا ملی خاینان دی چی هیواد د بهرنیو اربابانو سیاست او د هغوی ګټو په لوری بیایی.