د ملالۍ جویا په وینا دا لومړې ځل نه دې، بلکه تر دې مخکې دا څو څو ګواښل شوې او د حملې هڅه ورباندې شوې.

ذکیه غیاثی نذیر، آزادی رادیو، د ١٣٩٠ کال د کب ٢١مه

د ملالی جویا کنفرانس په کابل
د ولسي جرګې پخوانۍ غړی ملالۍ جویا وایي، چې دا د ښځو د ملاتړ او بشري حقونو لپاره مبارزه کوي او په دې برید کې هم یو شمېر داسې کسان لاس لري، چې له دې ارزښتونو سره مخالف دي.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړی ملالۍ جویا وایي، چې دا د ښځو د ملاتړ او بشري حقونو لپاره مبارزه کوي او په دې برید کې هم یو شمېر داسې کسان لاس لري، چې له دې ارزښتونو سره مخالف دي.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې ملالۍ جویا که څه هم په فراه کې د دې پر دفتر د شوې حملې په اړه شواهد نه لري، خو شک څرګندوي، چې په دې اړه د وسله والو مخالفینو ترڅنګ هغه کسان هم ښکیل دي، چې په دولت کې پراخ نفوذ لري.

میرمن جویا، چې د ولسي جرګې د لومړنۍ دورې وکیله وه، ملي شورا ته د سپکاوي له کبله له جرګې وویستلې شوه.

دې، چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله په فراه کې د دې پر دفتر د شوې حملې په اړه خپل دریځ داسې څرګند کړ.

"زما شک د افغانستان د خلکو پر د ښمنانو دي، هغه څوک چې له تیرو لسو کلونو راهیسي په واک کی دی او دا شک مې پر حق هم دي، ځکه کله چې پارلمان ته لاړم عملا مې تجربه کړله، کله چې لویي فرمایشي جرګې ته هم لاړم تجربه مې کړله، ګواښونه، توهینونه، وهل ټکول او داسی نور ټول مې له نږدی ولیدل، دا د دې لپاره وایم که چیرې زه له هرې فزیکي پیښې سره مخ شم او زیان په کې ووینم دوي به خوشحاله شي، ځکه چې د ټولو ګټې یو دی."

د ملالۍ جویا په وینا دا لومړې ځل نه دې، بلکه تر دې مخکې دا څو څو ګواښل شوې او د حملې هڅه ورباندې شوې.

د جویا د فراه په دفتر دا حمله دوه ورځې وړاندې داسې مهال شوې، چې دا په دفتر کې نه وه، خو په دې حمله کې د دې د دفتر دوه ساتونکي ټپیان شوي.

میرمن جویا وایي، چې د پیښې په اړه د دې د ملاتړو له خوا څیړنې روانې دي، څو دا معلومه شي، چې د دې حملې تر شا دقیقا د چا لاس وو.

له بل لوري د فراه ولایت امنیتي چارواکي دا حمله تاییدوي او وایي، چې دوي د حملې په تړاو یو کس نیولې دې.

د دې ولایت د امنیي قومندانۍ د امیت امرمحمد غوث ملیار له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې که څه هم د نیول شوي کس هویت څرګند نه کړ، خو ویي ویل، چې اوس مهال پوښتنې او ګرویږنې ترې روانې دي:

"د ملالۍ جویا پر دفتر باندې د نا معلومو وسله والو له خوا برید شوی، چې په هغې کې د فراه د امنیي قوماندانۍ یو پولیس زخمی شوی، یو بل د دې د دفتر کار کوونکي هم ټپي دی.

د پیښې په اړه څیړنې پیل شوي، د دې دفتر په شاوخوا او نږدی پرتو سیمو کې تلاشی پیل شوي او د دې پيښې په تړاو یو کس نیول شوی اوس څیړنې روانې دي په دی اړه زه نور څه نشم ویلای."

ملالۍ جویا د لومړي ځل لپاره د اساسي قانون په لویه جرګه کې د خپلو انتقادونو له کبله مطرح شوه، چې د رپورټونو او د دې د ادعا له مخې د ځینو کړیو له خوا وګواښلې شوه.

دې د همدغه شهرت نه په ګټې د ولسي جرګې د لومړۍ دورې انتخاباتو ته کاندیده او بلاخیره د فراه د خلکو د استازی په توګه یی جرګې ته لار پیدا کړه.

خو په ۲۰۰۷ میلادي کال ملي شورا ته د سپکاوي له کبله د جرګې غړیتوب ترې واخستلای شو او له هغې نیټې راهیسې ډیره کمه په رسنیو کې ظاهریږي.